د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر، مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره کتلي.
وزارت زیاتوي، چې دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ایران سفیر عليرضا بیکدلي ویلي، هوکړې به د ټاکلي پلان له مخې عملي شي او د کرنې له لارې به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي.
نوموړي، همداراز د افغانستان د کرنې وزیر ته په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
