د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران سیستان او بلوچستان ولایت له والي، بیجار سره «میلک» سرحدي سیمه کې کتلي.
د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړي.
وزارت زیاتوي، چې دواړو لوریو «میلک-ابریشم» مرز کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ اوسني وضعیت، موجوده خنډونو لرې کولو او عملیاتي همکاريو پر لوړولو ټینګار کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د سیمې بازارونو سره د افغانستان اتصال برخه کې د میلک مسیر رول مهم یاد کړی او افغان سوداګرو او سوداګریزو لارو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کړی.
د یادونې ده، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د «میلک» سرحدي مسیر له لارې په ورځ کې د ۱۰۰۰ سوداګریزو لاریو د تګ راتګ زمینې پر برابرولو هم خبرې کړې دي.
