د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، ‏د ایران د اوسپنې پټلۍ یوه تخنیکي پلاوي د دغه ولایت له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره کتلي.

سرچینه زیاتوي، چې ایراني لوري د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د کاري پروګرامونو د پلي کېدو او د استفادې د اسانتیا په برخه کې د سیمه‌ییزې ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د هرات والي د شته ستونزو د حل او د یادې پټلۍ د لا اغېزناکې کارونې لپاره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی.

دواړو لوریو د یوه مهم ټرانزیټي او سوداګریز مسیر په توګه د تخنیکي او عملیاتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version