هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې نامعلومو وسله والو کسانو نن شپه شاوخوا ۹ بجې د ايران پلازمېنه تهران کې د مقاومت جبهې مهم مشر جنرال اکرام الدين سريع په ډزو وژلی دی.

سرچينې ويلي، نوموړی له خپل کارځای څخه کور ته په لاره وژل شوی دی.

که څه هم تر اوسه د هغه د وژل کېدو او بريد کوونکو کسانو په اړه جزئيات او معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو اټکل کېږي چې نوموړی د مقاومت جبهې ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو ښکار شوی وي.

وړاندې تر دې، هندوکش غږ ته د ايران مېشتو مقاومت جبهې د غړو ترمنځ د شديدو اختلافاتو او يو بل ته د ګوتڅنډنو راپورونه رسېدلي و. همداراز نوموړي ته تر مرګ وړاندې اخطارونه هم ورکړل شوي و.

سريع، ايران کې د مقاومت جبهې د غړو د انسجام مسوليت په غاړه درلوده او د دغې جبهې له کليدي مشرانو څخه شمېرل کېده.

اکرام الدين سريع، په پرځېدلي جمهوريت کې د جنرالۍ رتبه درلوده او د بغلان او تخار ولايتونو امنيه قومندان هم پاتې شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version