د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د دغه وزارت د وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ افغان پلاوي د کازان اوولسم نړیوال بحث په څنډه کې د روسیې د لومړي وزير له مرستيال الکسي اورچوک سره کتلي.
د یاد وزارت په وینا، دې لیدنه کې ښاغلي ندیم د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه باید سوداګریزې اړیکې په مستقیم ډول مخکې یوسي.
په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي هم له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، ځینې کړۍ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړيکو خرابېدل غواړي، بايد مخه یې ونیول شي.
له بل لوري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هیله ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه ډول ناستې به د دواړو هېوادونو پر اقتصاد مثبتې اغیزې وکړي.
