د پنجشېر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د اقتصادي ځانبساینې او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه یې د لومړي ځل لپاره دې ولايت کې د بیروج (یاقوت) قيمتي ډبرو کانونو د رسمي استخراج چارې پيل کړې.
د ولایت مقام په وینا، دا اقدام د کانونو د قانوني استخراج د پراخولو او د ځوانانو لپاره د کار زمینې د برابرولو په هدف ترسره شوی دی.
مسوولین زیاتوي چې تر دې وړاندې د عنابه، آبشار او بازارک په ولسوالیو کې د بیروج ۱۰ کانونه تثبیت شوي، چې د ازمایښتي استخراج چارو یې مثبتې پایلې لرلې دي.
په ورته مهال د پنجشېر کانونو ریاست ويلي، چې د اړوندو شرکتونو له لوري د نورو کانونو د استخراج جوازونه هم بشپړ شوي او ډېر ژر به په نورو ولسوالیو کې هم عملي کار پیل شي.
ياده دې وي، او ښه اوس مهال په پنجشېر کې د بیروج ترڅنګ د سرو زرو، زمردو او نورو قیمتي ډبرو په ګډون ۱۷ ډوله کانونه تثبیت شوي دي.
