‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معین، ملا عبدالسلام حیدري او ترکمنستان د ټرانسپورټ او اوسپنې پټلۍ استازو ترمنځ انلاین ناسته شوې.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې ناسته کې د لاجورد لارې ټرانسپورټي او ټرانزیټي اهمیت او له دغه لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر زیاتوالي خبري شوي دي.

دواړو لوریو دغه راز د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا، په یاده برخه کې د ټرانسپورټي شرکتونو او موټر چلوونکو لپاره د اسانتیاوو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو هم غږېدلي دي.

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې، چې یادو برخو کې دواړو لوریو ترمنځ لازمې پرېکړې هم شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version