افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف کابل ته په سفر کې د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د هیواد بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د کابل او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا هرکلی کړی.

نوموړي دغه راز د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو هم ټینګار کړی دی.

په ورته مهال ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته عملي بڼه ورکړي.

هغه ویلي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د سیمې د ثبات ترڅنګ اقتصادي اتصال ته وده ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version