په نوي ډیلي کې د افغانستان سرپرست سفیر، مفتي نور احمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان څانګې له عمومي مسئول انند پرکاش سره کتلي.
هندوستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې دې کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوي.
د خبر له مخې، دواړو لوریو همداراز په ویزو کې د اسانتیاوو او په هند کې د افغان سوداګرو، محصلینو او مېشتو افغان اتباعو پر ستونزو هم خبرې کړې دي.
دواړو لوریو دغه راز د کابل او نوي ډیلي ترمنځ، د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پر پراختیا ټینګار کړی دی.
