د سومالیا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد کابینې له متحده عربي اماراتو سره ټول لاسلیک شوي تړونونه لغوه کړي دي.
د راپور له مخې دغه تړونونه په امنیتي، دفاعي او د بندرونو لوجیستیکي ملاتړ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې کابینې دا پرېکړه د وروستیو بدلونونو له ارزونې وروسته د هېواد د ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په موخه کړې ده.
