د راپورونو له مخې افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشرانو نن د تورخم دروازې د پرانيستلو په اړه غونډه درلوده چې په پايله کې یې دواړه لوري د تورخم دروازې پرانیستلو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او ګډې جرګې غړي، عزیز الرحمن ویلي، د لارې پرانیستلو په اړه دواړو لورو هوکړه کړې او ټاکل شوې نن ماښام د تورخم دواړه لوري د لارې پرانیستلو په اړه د ترتیباتو نیولو لپاره د همغږۍ غونډه وکړي او د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

نږدې ۲۵ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې چې له امله یې، دواړو لوریو ته له توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version