د افغانستان اقتصاد وزارت ویلي، چې له نړيوالو بندیزونو سره سره افغان حکومت روان کال په دې توانېدلی، چې له پراختیايي بودجې څخه ۴۱۰ اساسي او بنسټیزې پروژې پلې کړي.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د دغو پروژو ډېری برخه بنسټیزو او پراختیايي پروژو ته ځانګړې شوې، چې د ځينو چارې یې بشپړې شوي او د ځينو نورو عملاً دوام لري.

ياده دې وي، چې د روان کال له پيل شوو پروژو ورهاخوا د قوشتېپې کانال په څېر يو لړ سترې پروژې هم تر کار لاندې دي، چې په بشپړېدو سره به د هېواد په اقتصادي وده مثبت اثر وغورځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version