د افغانستان بانک ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې نږدې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.
د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، د زړو پیسو د راټولولو ترڅنګ، د ډیجیټل بانکدارۍ د پراختیا هڅې روانې دي څو پر نغدو پیسو د خلکو اتکا کمه شي.
ښاغلی نوري زیاتوي: «د دې لپاره چې په بازار کې نغدي پیسې را کمې شي د افغانستان بانک په هېواد کې د برښنايي بانکولۍ د ترویج لپاره کار کوي.»