د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت مسکو ته نوی افغان سفیر معرفي کړی دی.
نوموړي دا خبرې د کازان فورم په يوه څنډه کې کړي او په وينا یې روسیه دا مهال د افغانستان له لوري د ورمعرفي شوي سفير په اړه څېړنې او غور کوي.
د روسیې او سرپرست حکومت ترمنځ اړيکې د دغه هېواد له لوري د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت له اېستلو را وروسته لوړې کچې ته رسېدلي او تمه کېږي چې لا هم پراخې شي.