د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي، چې ۲۰۲۴ کال د افغانستان لپاره له پرمختګونو ډک کال و او اسلامي امارت تېر کال د سياسي ډګر په ګډون په بېلابېلو برخو کې مهم اهداف ترلاسه کړي دي.

ښاغلی فطرت وايي ۲۰۲۴ کال د افغانستان لپاره د پرمختګ کال و او اسلامي امارت له چین، متحده عربي اماراتو، اذربایجان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره په لوړه کچه اړیکې جوړې کړې دي.

همدا راز مرستیال وياند د هېواد اقتصادي پروژو ته په اشارې سره ویلي چې ۲۰۲۴ میلادي کال د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ لپاره د بریالیتوب کال و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version