لیکوال: عادل افغان

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپانې په خپلې وروستۍ مقالې کې په افغانستان کې د یوټیوبرانو او افغان رسنیو وضعیت ته کتنه کړې ده.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور، د طالبانو تېره دوره پر رسنیو د سانسور او سختو محدودیتونو له کبله ډېره مشهوره وه، خو اوسمهال برعکس یوټیوبران او ویډیو اخیستونکي دې ته هڅوي چې نړۍ ته د افغانستان مثبت اړخونه وښيي.

د نوموړي په خبره، د طالبانو حکومت هغو کسانو ته د یوټيوب چینل د جوړولو امر او جواز ورکوي، چې د دوی نفوذي کسان دي او د هغه ډول محتوا د خپرولو اجازه ورکوي، چې د دوی د حکومت له اجنډا او پالیسیو سره سمون لري.

دغه ډول کسان چې د طالبانو د حکومت له پالیسیو او قوانینو سره سمې خپرونې کوي، دوی ته ځانګړی امتیاز په پام کې نیول شوی، حکومتي ادارو ته په اسانۍ لاسرسی لري او دغه راز د خپل کار پر مخ بیولو لپاره ډېر نور هغه فرصتونه لري، چې نورې ازادې رسنۍ ترې محرومې دي. د دې برعکس هغه یوټیوب چینلونه چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي، په چټکۍ سره له صحنې لېرې کېږي او پر دوی د ډېر فشار له کبله هغوی د ځان سانسورولو لور ته مخه کوي.

د طالبانو د حکومت او یوټیوبرانو دا ډول دوې اړخیزې او مثبتې اړیکو دواړو خواوو ته ګټورې ثابتې شوې دي. بریالي یوټیوبران د هرې ویډیو په بدل کې د بهرنیو اعلانونو له برکته زرګونه ډالر ترلاسه کوي او دا په یوه داسې هېواد کې لوی عاید دی، چې د معاش اندازه پکې ډېره ټيټه ده.

ځینو یوټیوبرانو خو د افغانستان پر بانکي او مالي نظام د بندیزونو له کبله په امریکا او اروپايي هېوادونو کې د ځانونو لپاره خپل نور همکاران ګومارلي، ترڅو دوی هلته په اسانۍ سره له اعلانونو ترلاسه کېدونکې پیسې د دوی په استازیتوب ترلاسه کړي. دغه نفوذي یوټیوبران بېلابېل مطالب تولیدوي.

ځينې چینلونه د طالبانو د مشرانو پر خیریه کارونو لکه، د ژمنیو جامو وېشلو او له غریبانو سره پر مرستې تمرکز کوي، ځينې یې بیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا اړوند کارونو باندې تمرکز کوي، ځینې نور بیا د هغو طالب مشرانو پر ژوند ویډیوګانې جوړوي، چې د خلکو په منځ کې مشهور دي او د دوی پاملرنه راجذبوي. د افغان یوټیوبرانو لپاره تر ټولو لویه موخه هغه نږدې شپږ میلیونه افغانان دي، چې دوی له هېواده بهر کډوال دي.

د دغو کسانو له ډلې یې ډېری په امریکا او اروپايي هېوادونو کې مېشت دي او د دغو یوټيوب چینلونو ۹۰ سلنه لیدونکي هم همدغه کسان دي.

یوټیوبران د دوی لپاره هغه ډول محتوا وړاندې کوي چې طالبانو له راتګ وروسته د بدلونو ښودنه کوي، لکه د سړکونو جوړول، رغنیزې پروژې او داسې نور نوښتونه.

سربېره پر دې چې دغه ډول محتوا هم طالبانو او هم یوټیوبرانو ته ګټه رسوي، خو ځینې وختونه په خپله د یوټیوب اداره هم د هغو چینلونو پر ضد اقدام کوي، چې د دې ادارې پالیسۍ تر پښو لاندې کوي. دې ادارې ډېری داسې اکونټونه تړلي چې تاوتریخوالي اړوند مطالب به ترې خپرېدل.

دغه راز یوټیوب چینل پر افغانستان د امریکا د بندیزونو ترڅنګ ټولو هغو بندیزونو ته هم ژمن دی چې پر طالبانو لګول شوي دي.

دغه راز طالبانو پر یوټیوب چینل د هغو مطالبو پر خپرېدو هم بندیز لګولی چې ښځينه په داسې حال کې ښيي چې جامې یې مناسبې نه وي، یا یې حجاب نه وي رعایت کړی.

تبصره: د تېر شل کلن اشغال له نادودو څخه یوه هم پر رسنیو له اندازه ډېره پانګونه او دغه راز دوی ته له کچې ډېره پاملرنه وه.

پر بهرنیو رسنیو سربېره، په افغانستان کې هم سلګونه ټلویزیوني، غږیزې او چاپي رسنۍ رامنځته شوې. د دغو د رسنیو د رامنځته تګ علتونه ډېر وو، خو یو عمده علت یې پر دې سکټور ډېره پانګونه او دوی ته له اندازه ډېره پاملرنه وه.

دا رسنۍ ځينې د تېرې ادارې تر مستقیم چتر لاندې وې، ځینې بیا د سیاسي ګوندونو اړوند وې، ځینې یې بیا د کورنۍ جګړې د قوماندانانو اړوند وې، تر څو د دوی له خوا پر تر سره شویو جنایتونو پرده وغوړوي او دوی سپین بازان معرفي کړي، یوه ډله نورۍ رسنۍ بیا په قومي، مذهبي او سمتي انګېزې رامنځته شوې وې چې د همدغو موخو لپاره به یې کار کاوه، بله او لویه ډله رسنۍ بیا د فرهنګي اشغال برخه وې، په افغانستان کې د اشغال پر مهال مېشتو سفارتونو، بهرنیو ادارو او ملګرو ملتونو ورته پیسې او امکانات ورکول او د خپلې موخې (د اشغال د دوام، قومي، سمتي، ژبنیو او نورو مسایلو ته د لمنې وهلو، د فحشا د ترویج) او دغه راز نورو بېلابېلو موخو لپاره کارول کېدلې.

په ټوله کې تېر شل کاله پر رسنیو د څار او د دوی د خپرونو د تعقیب لپاره هېڅ ډول قانوني چتر نه و موجود، که ځینې موارد موجود هم وو، خو د فرهنګي اشغال له خوا دغه برخه له دومره لوی ملاتړه برخمنه وه، چې چا ترې ان پوښتنه هم نشو کولای، خو د طالبانو په راتګ سره دغه ډول رسنۍ چې پر دې ډول بې ثباته ادرسونو یې تکیه کړې وه، د خپلو اړوندو ادرسونو له نړېدو او تېښتې سره سم دا رسنۍ هم کاواکې شوې، مالي او تامیناتي سرچینې پر وچې شوې او ډېری هغه په اصطلاح خبریالان هم وتښتېدل چې د فرهنګي اشغال د تبلیغاتو لوړ غږونه ګرځېدلي وو.

اسلامي امارت یوازې رسنۍ تر قانوني چوکاټ لاندې راوستې، اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونه یې ورته سرې کرښې وټاکلې او دا هغه څه دي، چې په هر هېواد کې نه یوازې د رسنیو، بلکې ټولو برخو لپاره ټاکل شوي.

اوس نو که څوک دغو ارزښتونو ته ژمن وي او د همدغو ارزښتونو په رڼا کې رسنیزې چارې مخکې وړي، لار ورته پرانیستې ده، امارت یې د امنیت تامین پر غاړه لري او د دوی پر وړاندې هېڅ ستونزه او خنډ نشته، خو هغه کسان او رسنۍ چې اوس هم تر دغو ارزښتونو پښه اړوي یا یې په اصطلاح په اوړو کې شګه وي، هغوی له امارت نه، بلکې له قانون وېره لري او دا قانون بیا استثنا نه لري، پر ټولو به یو ډول پلی کېږي.

نو په پایله کې ویلی شو، چې اسلامي امارت په هېواد کې نه د بیان ازادي ننګوي او نه هم د رسنیو د فعالیت مخه نیسي، خو دا هرڅه د اصولو، ارزښتونو او قوانینو په رڼا کې؛ دا هغه دریځ دی چې د امارت په تېره دوه کلنه دوره کې لمر غوندې روښانه و.

که ټولې ویډيویي، چاپي او غږیزې رسنۍ د اسلامي اصولو، د هېواد د نافذه قوانینو او هېوادنیو ارزښتونو په رڼا کې فعالیت کوي، هېڅوک یې پر وړاندې خنډ نه جوړوي، خو که خبره د دې برعکس وي، بیا نو قانون تر هرڅه لومړی د هر ډول خلاق کاریو او قانون ماتونې مخه نیسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version