رسنیو د فلسطین د روغتیا مسولینو په حواله راپورونه خپاره کړي، چې د کب په ۲۳ مه د غزې په جنوب رفح کې د مرستو د وېش یوه مرکز باندې اسرائیلو هوایي برید کړی او پنځه تنه یې وژلې دي.

په دغه برید کې د انروا ( بې ځایه شویو فلسطینانو ته د مرستې رسوونکي سازمان) یو تن کارمند په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور فلسطینیان ژوبل شوي دي.

د انروا سازمان رئیس فیلیپ لازاریني وویل: ” په غزه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو سره د انروا سازمان لخوا د مرستې د وېش په مرکز برید داسې مهال ترسره کېږي، چې دغلته خوراکي توکي په ختمېدو دي؛ ولږه په زیاتېدو ده او ځینې سیمې ان په ناورین بدلې شوي دي”د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ ښودلی، چې نږدې ۵۷۶۰۰۰ تنه په غزه کې، چې د غزې د څلورو څخه یوه برخه جوړوي، د خوراکي توکو له سخت ناورین سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان تېره سه شنبه د لومړي ځل لپاره په وروستیو درېیو اونیو کې د غزې شمال ته د ځمکې له لارې په یوې نوې لار د غذایي موادو مرسته ورسوله.

بل لور ته د اسرائیلو دولت ویاند تال هاینریش د چهار شنبې ورځ خبریالانو ته ویلي و، چې موږ د غزې شمال ته د د ډېرو مرستو رسولو په موخه زیاتې هڅې کړي دي.

د انروا سازمان د اسرائیلي دولت دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې اسرائیل په فلسطیني وګړو د فشار راوړلو په موخه له داسې ناورینونو څخه ګټه پورته کوي.

دا چې په غزه کې د جګړې شپږمه میاشت روانه ده، په غزه کې د بشري مرستو د رسولو په موخه پر اسرائیلو د نړۍوالو فشارونه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان غزې ته د مرستو رسولو د نویو لارو هرکلی کړی، مګر تاکید یې کړی، چې د ځمکې له لارې د مرستو رسولو هیڅ بدیل نشته.

له کله نه چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د اسرائیلو لخوا د کرانه باختري اشغال شوې سیمه کې په فلسطینیانو د اسرائیلي عسکرو بریدونه زیات شوي او دغلته یې سخت تاوتریخوالی رامنځ ته کړی دی.

تېره چهار شنبه اسرائیلي عسکرو د کرانه باختري او اورشلیم سیمو ترمنځ په یوې لرې پرتې سیمه کې یو ۱۵ کلن فلسطیني، یو عسکر او یوه محافظ هم وژلي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس “وفا” اعلان کړی، چې د اسرائیلي عسکرو په بېلابېلو برېدونو په جریان کې په جنین کې دوه فلسطینیان وژل شوي دي، د دې ترڅنګ یو ۱۳ کلن فلسطینی د بیت المقدس په حومه کې د اسرائیلي عسکرو لخوا وژل شوی دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version