شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چمپين ټراپي لوبو په يوه ستره سيالۍ کې د انګلینډ کرکټ لوبډلې ته د اتو منډو په توپير ماتې ورکړه.د يادې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ابراهيم ځدراڼ د ۱۷۷ منډو په مټ یې سيالې لوبډلې ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه خو انګلينډۍ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې جوړې کړې او لوبه د ۷ منډو په توپير د افغان لوبډلې په ګټه تمامه شوه.د لوبې غوره لوبغاړی د ۱۷۶ بهترينو منډو په جوړولو سره ابراهيم ځدراڼ ونومول شو.ياده دې وي چې افغان کرکټ لوبډلې تر دې وړاندې خپله لوبه جنوبي افريقا ته بايللې وه او راتلونکې لوبه یې د اسټرليا کرکټ لوبډلې سره پلان شوې ده.
د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی17 مارچ 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي16 مارچ 2026