د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سرپرست حکومت لوړپوړی پلاوی چې د کابینې یو شمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي په‌کې شامل دي، د ازبکستان هېواد پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.

ياده دې وي چې په تاشکند نړیوال هوايي ډګر کې د ازبکستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف، د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشېف او په ازبکستان کې د افغان حکومت سفیر شیخ عبدالغفار بحر د ياد پلاوي هرکلی کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version