د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د اوکراین پر ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي نیوکې کړي او د هغه شتون یې په مذاکراتو کې غیر اړین بللی.

ټرمپ ویلي، د یوه کمزوري مذاکره کوونکي په توګه د زیلينسکي شتون په مذاکراتو کې مهم نه دی.

تر دې وړاندې هم ټرمپ د زیلېنسکي له څرګندونو وروسته پر اوکراین نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې د اوکراین غبرګون ناهیلی کړی.

د يادولو ده چې، په دې وروستيو کې د اوکراين جګړې د پای ته رسولو په موخه د امريکا او روسيې ترمنځ په سعودي عربستان کې خبرې وشوې، چې اوکراین نه وو وربلل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version