بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغان حکومت د منځنۍ کچې يو پلاوی د چین ولسي جمهوریت په بلنه د دغه هېواد ارومچي ښار ته ورسېد، څو هلته له پاکستاني لوري سره رسمي خبرې اترې وکړي.

​دغه ناسته چې د چین په منځګړتوب جوړېږي، موخه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته مسایلو په اړه بحث او د حللارو موندل ښودل شوي.

بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دوی په دې خبرو کې د خپل اصولي موقف او متوازن دریځ له مخې ګډون کوي او هڅه کوي چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د مؤثر مدیریت په اړه مسوولانه بحثونه وکړي.

​افغان لوري هیله څرګنده کړې چې د متقابل درناوي او رغنده تفاهم پر بنسټ به دا ډیپلوماټیک تعامل وکولی شي په سیمه کې ثبات او همکارۍ ته لاره هواره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزو ته عملي حللارې ومومي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version