د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې څه باندې ۲۷.۵میلیونه جریبه څړځای تثبیت کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، دا څړځایونه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ټاکل شوي پلاوي لخوا بررسي شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.

د یادو څړځایونو له مجموعې څخه، څه باندې ۹ میلیونه او ۳۲۱ زره جریبه په فاریاب ولایت، څه د پاسه ۴میلیونه او ۱۶۷ زره جریبه په بادغیس ولایت او څه باندې ۱۴ میلیونه جریبه یې په بدخشان ولایت کې تثبیت شوي دي.

عدلیې وزارت ویلي، چې تثبیت شوي څړځایونه د دغو ولایتونو په مرکز او ټولو ولسوالیو کې موقعیت لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version