هندوکش‌غږ ته امنیتي سرچينو تائید کړه چې، نن مازدیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې د پکتیا ولایت د پټان ولسوالۍ د «ټینګي سر» په پوسته د افغان امنیتي ځواکونو له لوري برید ترسره شوی.

د سرچینو په وینا، په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی او جګړه د لنډ وخت لپاره شدیده وه. د وروستیو معلوماتو له مخې، اوس هم له دواړو لوریو خال‌خال ډزې دوام لري.

تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي، د نورو جزئیات د ترلاسه کېدو سره سم به خپاره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version