د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې افغان ځانګړو ځواکونو ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یو تن د جعلي ډالرو د قاچاق په تور نیولی.

ځایي سرچینو د یادو ځواکونو په حواله ویلي چې، له یاد کس سره ۴۱۰۰ جعلي امریکایي ډالر نیول شوي چې له پاکستان څخه یې راوړي وو او غوښتل یې د هېواد په لویو ښارونو کې یې و وېشي.

نیول شوی کس د لازیاتو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version