د راپورونو له مخې د افغانيو ارزښت د ایران د اسعارو په بازار کې د ۴۰ سلنې لوړوالي سره نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د ایراني رسنیو په راپور کې راغلي چې په تېر یوه کال کې د تهران د اسعارو په بازار کې د افغانيو بیه د درهم، دینار او ترکي لېرې په پرتله څو چنده لوړه شوې ده.

د يادونې وړ چې تر دې وړاندې هم افغانۍ په ورستيو درې کلونو کې د نړۍ د باثباته پولي ارزښت په توګه هم ګڼل شوې وه.

د افغانستان بانک مسؤلين بيا په کور دننه او نړيوال بازار کې د افغانيو د ارزښت لوړوالی د سمو پولي سياستونو کارول، د سرتاسري امنيت له امله د پانګونې فرصتونو رامنځته کېدل، پراخ واردات او صادرات، او بانکي سيسټم ته پاملرنه يادوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version