د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي وایي، افغان دفاعي ځواکونو تېره شپه د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ کې هېواد ته یو شمېر قاچاق شوې وسلې نیولې دي.

ښاغلی خوارزمي زیاتوي، چې په نیول شویو وسلو کې ۲۰ میله کرینکوف، څلور میله کلاشینکوف او دوه میله اېم-۴ ډوله وسلې شامل دي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ افغان دفاعي ځواکونو ننګرهار ولایت کې هم له پاکستانه ورته قاچاق شوې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version