د پاکستان د طالبانو غورځنګ ویاند محمد خراساني ویلي، ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان او پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني عسکرو ۲۲ بریدونه ترسره کړي دي.

د نوموړي په خبره د يادو بريدونو په پایله کې د پاکستاني پوځي رژيم د استخباراتي کارمندانو په شمول ۱۶ تنه وژل شوي، تر ۲ ډېر ټپیان شوي او پراخ مالي زیان هم ور اوښتی دی.

د پاکستاني طالبانو ياد بريدونه، په ټانک، شمالي وزیرستان، جنوبي وزيرستان، پېښور او کوئټه ولایتونو کې ترسره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version