د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دغه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ترڅنګ، د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.
ياده دې وي، چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ پلاوی نن په رسمي سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې سبا د افغان ـ قزاق ګډ نندارتون کې ګډون وکړي.