اوومه برخه
د باغیانو لیکل شوی تاریخ
تاریخ د یوې پراخې او دردمنې حافظې درلودونکی دی چې د نړۍ له پیل څخه بیا تر اوسه پورې ټولې پېښې له جزئیاتو سره ثبتوي، راتلونکو نسلونه ته ېې د زده کړې او پند لپاره ذخیره او آرشیف کوي.
تاریخ تل یو مهم ښوونځی پاتې شوی چې راتلونکي نسلونه پکې له عبرتونو او درسونو سره مخ کېږي. دا درسونه هغوی ته د پر مخ تګ او د مهمو پرېکړو لپاره د سم لوري په ټاکلو کې مرسته کوي. هېڅکله یو څوک د تېرو پېښو له ژورې مطالعې پرته نشي کولای چې سمه او پر ځای پرېکړه وکړي.
ځکه د پخوانیو تاریخ د یوه لارښود او مشاور حیثیت لري، چې سینه یې د هندارې په څېر سپینه او روښانه ده، له هېچا کوم څه نه مخفي کوي. تاریخ د بریا پر لور د تګ لارې په نښه او روښانه کوي.
خو دا چې یو شخص په پایله کې کوم مسیر د تګ لپاره ټاکي، دا د هغه په فکري شخصیت او له خپل ذهنیت او هدف سره سم یې په تګ پورې اړه لري.
همدا لامل دی چې د تاریخ دې لوړ ارزښت ته په کتو، باید مهم مسایل پکې خوندي شي، تر څو راتلونکي نسلونه یې د ارزښتناکې خزانې په توګه وکاروي، له ښو یې ګټه واخلي او د توطئه ګرو له دسيسو خوندي پاتې شي.
لکه څومره چې نن ورځ د باغیانو پر وړاندې بېلابېل اقدامات ترسره کېږي، ترڅو ملت د هغوی له دامونو خلاص او خوندي شي، تر دې ډېر باید د راتلونکو نسلونو د ژغورنې فکر هم وشي، تر څو د هغوی فکر او ځان هم د باغیانو په دروغو، فریب، منافقت او دوکو کې له راښکېل کېدو خوندي پاتې شي.
د دې کار لپاره یوه مهمه لار دا ده چې د بغاوتګرو توره او شرمېدلې مخینه په وړو او لویو کتابونو، مقالو او چاپي خپرونو کې ولیکل شي، ترڅو په اړه یې کره او دقیق معلومات د راتلونکو نسلونو لپاره د تاریخ په پراخه حافظه کې خوندي شي.
له همدې امله، د ترسره شویو هڅو تر څنګ باید یوه داسې منظمه پروسه رامنځ ته شي چې د بغاوت کوونکو جنایتونه، د دوی له امله رامنځ ته شوي زیانونه، پر هېواد او ملت د دوی ناوړه اغېزې پکي مستندې شي.
دا ډول آثار باید د کره او باوري سرچینو پر بنسټ لیک او د باغیانو د اصلي څهرو د افشاء کولو لپاره وکارول شي.
البته دا کار خورا دقت او پاملرنې ته اړتیا لري، چې غلط او بې باوره معلومات پکې ځای نشي، که داسې وشي، د خلکو ترمنځ د محبوبیت پر ځای به نه یواځې د اوسني نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو له بې پروایۍ سره هم مخ شي او جدي به یې ونه ګڼي.
له همدې امله، له باغیانو سره د مقابلې یوه غوره لاره دا ده چې د هغوی د شخصي او عملي ژوند حقایق راوسپړل شي، له جنایتونو او جرمونو یې پرده پورته شي، هغه مالي او پراختیايي فرصتونه چې دوی تباه کړي، ملت او تاریخ ته روښانه او په ګوته شي.
په دې کار سره د باغیانو د بیا راتګ، واک او فساد مخه ډب کولی او د یوه محکم ډال په څېر ورته درېدلی شو، له دې لارې راتلونکو نسلونو ته یو ارزښتناک سند هم برابرولی شو، ترڅو هغوی هم د باغیانو له شره خوندي پاتې شي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.