Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي مرستیال جوزجان کې د سمنټو د سترې تولیدي فابریکې د چارو پرانیسته وکړه
    افغانستان

    اقتصادي مرستیال جوزجان کې د سمنټو د سترې تولیدي فابریکې د چارو پرانیسته وکړه

    عمران آغاعمران آغا27 اپریل 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د چارو پرانیسته وکړه.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، ښاغلي برادر د پرانیستي مراسمو کې د هېواد اقتصادي ودې لپاره د کورني صنعت پياوړي کېدل او له کورنیو تولیداتو ملاتړ مهم بللي او د دې جدي اړتیا پر حل یې ټینګار کړی دی.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې د افغان حکومت ټول تمرکز د داخلي صنعت پر پیاوړتیا دی او هڅه کوي، چې د خامو موادو د صادرولو پر ځای د یادو موادو داخلي پروسس ته زمینه برابره کړي.

    ملا عبدالغني برادر د خبرو پر دوام له نړیوالو غوښتي چې د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل پیاوړی کړي او د بې ساري امنیتي او سیاسي ثبات او بالقوه ظرفیت څخه ګټه واخلي.

    د نوموړي په خبره، د نړیوالې او سیمه‌ییزې سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، په نړیواله کچه د حذف سیاست پلي کول او د بندیزونو اوږدول په هېڅ صورت د نړیوال سیاست او نړیوال اقتصاد درد نه شي دوا کولی؛ بلکې برعکس دا ډول سیاستونه ګواښونه زیږوي او د سیمه ییز او نړیوال مشارکت ونډه راکموي.

    د یادونې وړ ده چې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو لپاره ۷۷ ترکي شرکت ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه کوي، چې په ورځني ډول به ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولید او ۵۰۰۰ هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

    ټاکل شوې، د دې فابریکې چارې په دوه کلونو کې بشپړې شي.

    مخکینۍ مقالهصهیونیستي پوځ کې د ځان‌وژنې پېښې د پام وړ زیاتې شوي
    راتلونکي مقاله تر کلونو ځنډ وروسته حیرتان بندر کې د ۶۰زره ټنو په ظرفیت نفتي زېرمې بیا فعالېږي

    مربوطه لیکنې

    د تدارکاتو کمېسیون د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پراختیایي پروژې منظورې کړې

    23 جولای 2026

    افغان حکومت د نورستان د سېلاب ځپلو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې

    23 جولای 2026

    د کانونو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د څلورو مهمو اقتصادي پروژو امنیتي قرارداد وشو

    23 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 23 جولای 2026

    د عراق لومړی وزیر د رسمي سفر په موخه تهران ته ورسېد

    ایسنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې د عراق لومړی وزیر، علي فالح الزیدي، د ایران…

    ډونالډ ټرمپ له سعودي سره د اټومي همکارۍ تړون مشروط کړ

    23 جولای 2026

    د لارو تړل کېدو نه جبرانېدونکی زيان؛ د پاکستان سوداګريز کسر ۱۶ ميليارده ډالرو ته ورسېده

    23 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د عراق لومړی وزیر د رسمي سفر په موخه تهران ته ورسېد

    23 جولای 2026

    ډونالډ ټرمپ له سعودي سره د اټومي همکارۍ تړون مشروط کړ

    23 جولای 2026

    د لارو تړل کېدو نه جبرانېدونکی زيان؛ د پاکستان سوداګريز کسر ۱۶ ميليارده ډالرو ته ورسېده

    23 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.