د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د چارو پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، ښاغلي برادر د پرانیستي مراسمو کې د هېواد اقتصادي ودې لپاره د کورني صنعت پياوړي کېدل او له کورنیو تولیداتو ملاتړ مهم بللي او د دې جدي اړتیا پر حل یې ټینګار کړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې د افغان حکومت ټول تمرکز د داخلي صنعت پر پیاوړتیا دی او هڅه کوي، چې د خامو موادو د صادرولو پر ځای د یادو موادو داخلي پروسس ته زمینه برابره کړي.

ملا عبدالغني برادر د خبرو پر دوام له نړیوالو غوښتي چې د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل پیاوړی کړي او د بې ساري امنیتي او سیاسي ثبات او بالقوه ظرفیت څخه ګټه واخلي.

د نوموړي په خبره، د نړیوالې او سیمه‌ییزې سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، په نړیواله کچه د حذف سیاست پلي کول او د بندیزونو اوږدول په هېڅ صورت د نړیوال سیاست او نړیوال اقتصاد درد نه شي دوا کولی؛ بلکې برعکس دا ډول سیاستونه ګواښونه زیږوي او د سیمه ییز او نړیوال مشارکت ونډه راکموي.

د یادونې وړ ده چې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو لپاره ۷۷ ترکي شرکت ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه کوي، چې په ورځني ډول به ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولید او ۵۰۰۰ هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې، د دې فابریکې چارې په دوه کلونو کې بشپړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version