‏د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دغې ادارې رئیس، شیخ شهاب الدین دلاور د ناروې سره صلیب ادارې له استازو سره د بشري مرستو د پراختیا او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

ښاغلي دلاور، د پېښو له زیانمو سره د ناروې سره صلیب مرستې مهمې بللي او د دغې ادارې له استازو یې غوښتي چې په افغانستان کې له اړمنو او زیانمنو کورنیو سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.

نوموړي د ناروې سره صلیب استازو ته د هر راز همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

له بل لوري د ناروې سره صلیب د عملیاتي چارو مسئول ژمنه کړې چې دغه اداره به د نږدې شریک په توګه له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او مرستې به لا پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوال بانک استازي هم په یوه ناسته کې په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو ملاتړ ته لیوالتیا ښودلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version