د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور ځینې برخې رد کړي او ځینې برخې یې ستایلي دي.
له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نړیوال بانک په وروستي راپور کې ویل شوي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي وضعیت ټکنی دی.
د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداگرۍ کې هم کسر موجود دی.
همدا راز په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی، په هېواد کې د نشهيي توکو کرکېله ۹۰ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۳ز کال لپاره له ټاکلي هدف څخه ۹ سلنه زیات عواید راټول شوي دي.: «د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دغه راپور هغه برخې چې مثبتې او پر واقیعتونو ولاړې دي ستايي او هغه برخې چې له عیني واقیعتونو څخه لرې دي ردوي.
ځکه د اسلامي امارت راتگ وروسته د کورني ناخالص تولید اندزه زیاته شوې، د خوراکي او غیرخوراکي توکو د قیمتونو د ټیټوالي اساسي علت په کور دننه د دې توکو تولید کې زیاتوالی دی.»
په اعلامیه کې ویل شوي، د معقولو پولي سیاستونو پر اساس د مارکېټ ارزونې او تقاضا له مخې بازار ته افغانۍ عرضه شوې، د سوداگرۍ د کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختگ شوی.:«د مثال په ډول ویلی شو چې په ۱۴۰۰ ل کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت شاوخوا ۸۵۰ مېلیونه ډالرو و؛ خو په ۱۴۰۲ل کال کې د صادراتو کچه دوه مېلیارده ډالرو ته ورسېده او د تېر په پرتله د وارداتو اندازه هم کمه شوې، چې اساسي علت یې په کور دننه د خوراکي او ناخوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی دی.»
د اعلامیې له مخې، اسلامي امارت په هېواد کې د کانونو، زېربنا، صنعت، کرنې او نورو برخو کې هم سلگونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې ښه بېلگه یې د ۱۴۰۳ ل کال د وري میاشت کې د ۱۶.۵ مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۹ بېخي بنسټو پروژو پرانیسته ده.:«د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت له لوري د نشهيي توکو د کرکېلې بندېدو له امله سلگونه زرو بزگرانو خپل عاید له لاسه ورکړی.
اسلامي امارت دا مني چې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کرکېله بندیز لگولی او بزگرانو ته یې د بدیل کښت برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او ترڅنگ یې له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې اړه خپل مسوولیت اداء کړي.»
په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې، د افغانستان کنگل شوې شتمني ازاده او د پراختیايي پروژو د تمویل ترڅنگ په نورو برخو کې همکاري وکړي، په پایله کې به یې نوي کاري فرصتونه رامنځه او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز ولري.