Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي معاونیت: کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې
    افغانستان

    اقتصادي معاونیت: کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې

    صابر افغانصابر افغان29 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې.

    د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، دا پروژې د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته‏ د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زېربنا پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي، چې په مرسته به یې د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي.

    ښاغلي برادر زیاته کړې ده، چې سرپرست حکومت په کور دننه له شته سرچینو‏ څخه په ګټې اخیستنې د برېښنا د تولید په برخه کې جدي هڅې کوي چې په همدې موخه یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ میګاواټه په ظرفیت له لمر، باد او ګازو څخه د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سب‌سټېشن او د کندهار ختیځ سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سب‌سټېشن پورې‏ د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.

    خبرپاڼه زیاتوي پر یادو پروژو نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن او ډېرو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف: د هند له لوري پر پاکستان نظامي يرغل تر بل هر وخت نږدې دی
    راتلونکي مقاله د يمن په جګړه کې ښکېله د امريکا د سمندري ځواک F-18 جنګي الوتکه سره سمندرګي ته لوېدلې

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري

    24 سپتمبر 2026

    شپږو ولایتونو کې د شرعي احکامو د نفاذ په موخه ولسي غونډې شوي

    24 سپتمبر 2026

    پنجشېر کې ۱۶۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي مرسته ورکول کېږي

    24 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    د خبرونو سرټکي 24 سپتمبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢ مه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    24 سپتمبر 2026

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن پنجشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢ مه.#هندوکش‌غږ

    24 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    24 سپتمبر 2026

    کسپین سمندر کې د پوځي تمرین پر مهال نهو قزاقستاني سرتېرو ژوند بایللی

    24 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،194 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،260 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.