Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»الحنفي: ولس ته خدمت کول د امارت د مسوولینو دیني مسوولیت دی
    افغانستان

    الحنفي: ولس ته خدمت کول د امارت د مسوولینو دیني مسوولیت دی

    صابر افغانصابر افغان2 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي وزیر محمد خالد الحنفي په کابل کې د اسلامي نظام ټینگښت په موخه د ملت د یووالي او همغږیتوب تر سرلیک لاندې غونډې ته ویلي، چې ولس ته خدمت کول د امارت د مسوولینو دیني مسوولیت دی.

    نوموړي ویلي، افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نه لري او د یو رهبر تر امر لاندې ژوند کوي.: «د جهاد څخه مو موخه د اشغال خاتمه، د هېواد د خپلواکۍ اخیستل او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینگښت وو، چې لله الحمد یادې ټولې موخې په الهي نصرت او د افغانستان مسلمان ملت په همکاري تر لاسه شوې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ولس د ستونزو او ننگونو د هوارۍ او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړي.»

    د الحنفي په خبره، اسلامي امارت یوازېنی نظام دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې اشغالگرو ته په متحد ډول ماته ورکړه، دا نظام د امربالمعروف او نهې عن المنکر سپېڅلې فریضې پر بنسټ جوړ شوی، چې د ښځو د شرعي حقوقو د ورکړې او خونديتوب ترڅنگ په هېواد کې په زرگونو شکایتونه چې د هېواد والو له لوري شوي وو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري حل او فصل شوي دي.

    په کوم نظام کې چې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر نه وي هغه ته کامل اسلامي نظام نه‌شي ویل کېدی.:«دغه اسلامي نظام د خلکو نظام دی، خلک د دې نظام برخه گڼل کېږي، د نظام او ولس تر منځ هېڅ واټن نه‌شته، نو له اسلامي نظام سره همکاري د هېواد د ټولو وگړو شرعي فریضه ده.»

    نوموړي په افغانستان کې ټول قومونه یووالي ته راوبلل او له ټولو قومونو څخه یې وغوښتل، چې موږ ټول باید د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او ټینگښت لپاره په گډه کار وکړو او د خلکو خدمت کول د اسلامي امارت د چارواکو یو له دیني مسوولیتونو څخه گڼل کېږي.

    مخکینۍ مقالههلمند کې زرگونه نیالگي روزل کېږي
    راتلونکي مقاله د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون به تر څلورو ورځو روان وي

    مربوطه لیکنې

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي

    30 جون 2026

    په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی: پر افغانستان لګول شویو بندیزو خپل اغېز له‌ لاسه ورکړی

    30 جون 2026

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ: پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندو

    30 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 30 جون 2026

    وسله‌والو د ایران کرمانشاه ولایت کې د سپاه‌پاسداران دوه غړي وژلي

    ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په کرمانشاه ولایت کې په یوه برید…

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي

    30 جون 2026

    په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی: پر افغانستان لګول شویو بندیزو خپل اغېز له‌ لاسه ورکړی

    30 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    وسله‌والو د ایران کرمانشاه ولایت کې د سپاه‌پاسداران دوه غړي وژلي

    30 جون 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي

    30 جون 2026

    په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی: پر افغانستان لګول شویو بندیزو خپل اغېز له‌ لاسه ورکړی

    30 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،169 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.