سومالیه کې د الشباب غورځنګ نشراتي ادرس وکالة شهادة الاخباریة خبر ورکړی، چې د ياد غورځنګ ځواکونو د سومالیې په شبیلي ولایت کې د حکومتي ملېشو پر یوه پوځي هډه برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د يادونې وړ ده، چې د الشباب غورځنګ ځواکونه په دې وروستيو کې د سوماليې پلازمېنې موګاديشو څو کيلومټرۍ ته رسېدلي او هلته یې د بيعودي‌ ښار په شمول ګڼې نورې ساحې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او تمه کېږي چې ډېر ژر به سومالیه کې حاکم رژيم نسکور او وپرځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version