وکالة شهادة الاخباریة چې د الشباب غورځنګ رسمي نشراتي ادرس دی وايي، د الشباب غورځنګ ځواکونو د سومالیې په شبیلي ولایت کې د حکومتي ملېشو پر پوځي هډه برید ترسره کړی، چې له امله یې ۲۴ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

د سرچينې په خبره، په وژل شویو کې ۲ تنه لوړپوړي پوځي ضابطان هم شامل دي او په بريد کې دغه‌راز یو موټر تخریب او دوه نور د الشباب غورځنګ د ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version