معاریف اسرائیلۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ترکیې او اسرائیل ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ نښته رامنځته شي.

سرچينې ويلي، دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې د ترکیې “اي هاها” خیریه بنسټ په مشرۍ د ۲۰ کښتیو یو کاروان د غزې کلابندۍ ماتولو په موخه چمتو شوی دی او وېره ده چې که اسرائیلي ځواکونه یې مخه ونیسي، ښايي د ترکیې له پوځي غبرګون سره مخ شي.

تر دې‌ وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم خبرداری ورکړی و، چې که چېرته اسرائیل له خپلو روانو سرغړونو لاس وانخلي نو ښايي ترکيه یې پر وړاندې نظامي غبرګون وښيي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version