Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»المرصاد: د خیبر قمبرخېلو کې د داعش مهم مرکز ویجاړ شوی
    سیمه

    المرصاد: د خیبر قمبرخېلو کې د داعش مهم مرکز ویجاړ شوی

    عمران آغاعمران آغا19 جون 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    المرصاد د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ اړوند د باړې په قمبرخېلو سیمه کې د داعش یو مهم او پټ مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو په دقیق برید کې ویجاړ شوی او په مرکز کې موجود ګڼ شمېر داعشیان وژل شوي دي.

    د راپور له مخې، برید تېره شپه ترسره شوی او هغه مرکز یې په نښه کړی چې د جلب او جذب، روزنې او د تخریبي فعالیتونو د تنظیم لپاره کارېده. المرصاد ته سرچینو ویلي، یاد مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی او په کې موجودو داعشیانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

    که څه هم تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر نه دی څرګند شوی، خو د المرصاد سرچینې تاییدوي چې هدف په دقیق ډول په نښه شوی او د داعش مهم پټنځای له منځه وړل شوی دی.

    د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، داعش له دغه مرکزه په سیمه او شاوخوا سیمو کې د خپلو فعالیتونو د پراختیا، د کسانو د جذب او د بریدونو د پلان جوړونې چارې پر مخ وړلې.

    المرصاد زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د داعش مرکزونه په نښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د خېبر په جبار مېله او د باړې په شنکو سیمو کې د دوی مهم مرکزونه د ورته بریدونو هدف ګرځېدلي وو.

    مخکینۍ مقالهد مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوې
    راتلونکي مقاله د امریکا او ایران ترمنځ د نن جمعې ورځې لپاره پلان شوي مذاکرات ځنډېدلي

    مربوطه لیکنې

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که ایران د امریکا د ولسمشر د وژنې هڅه وکړي، زر توغندي ورته چمتو دي

    11 جولای 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: د امریکا نوي بندیزونه د ایران او امریکا د تفاهم‌لیک له نهمې مادې سرغړونه ده

    11 جولای 2026

    د علي خامنه‌یي‌‌ جسد خاورو ته وسپارل شو

    10 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 جولای 2026

    مالي او الجزایر له ۱۵ مياشتني ځنډ وروسته خپلې ډیپلوماتیکي اړيکې بيا پيل کړې

    ار ټي عربي روسي رسنۍ راپور ورکړی، چې مالي او الجزایر له ۱۵ میاشتني ځنډ…

    د امریکا پوځ له داخلي اختلافاتو او جوړښتي ننګونو سره مخ دی

    11 جولای 2026

    د بدخشان والي دې ولايت کې د سيمه ييزو مسؤلينو ترمنځ د اختلافاتو اوازې رد کړې

    11 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مالي او الجزایر له ۱۵ مياشتني ځنډ وروسته خپلې ډیپلوماتیکي اړيکې بيا پيل کړې

    11 جولای 2026

    د امریکا پوځ له داخلي اختلافاتو او جوړښتي ننګونو سره مخ دی

    11 جولای 2026

    د بدخشان والي دې ولايت کې د سيمه ييزو مسؤلينو ترمنځ د اختلافاتو اوازې رد کړې

    11 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،226 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.