یکشنبه/ د وري ۵ مه المرصاد رسنۍ راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې له یوې امنیتي سرچینې یې څخه داسې مالومات ترلاسه کړي، چې ښیي په کندهار کې هغه ځان وژونکی بریدګر، چې څه موده وړاندې یې ځان ته چاودنه ورکړې وه، “مادیاروف اسدبیک” نومېده او د منځنۍ اسیا د هېوادونو څخه د یوه هېواد اوسیدونکی و.

د دغې رسنۍ د راپور پر اساس، ویل شوي، چې یاد شخص د خپل یوه ملګري په وسیله دوه میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شوی و.

یادې رسنۍ زیاته کړې، چې دا دوه تنه په تېرو دوه میاشتو کې د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د سختو فکري او عقیدوي زده کړو لاندې و.

د المرصاد په وینا، مادیاروف له برید څخه څو ورځې وړاندې کندهار ته راغلی و او دلته یې بیا برید ترسره کړ.

یادې رسنۍ د خپلې سرچینې په حواله لیکلي، چې اوس مهال د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د داعش د خراسان برخې یو مهم مرکز شتون لري؛ داعش دغلته پټنځایونه، تعلیمي مرکزونه او د بمب جوړولو فعال مراکز لري.

ویل کېږي، چې د داعش د خراسان برخې مسول “شهاب المهاجر” او نږدې ملګري یې د پاکستان په بلوچستان ایالات کې ژوند کوي او له همدې ځایه په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د بریدونو طرحې جوړوي او عملي کوي یې.

یاد رسنۍ زیاته کړې، چې د ایران په کرمان کې برید چې د یوه تاجیک تبع شخص په وسیله ترسره شو، د پاکستان د بلوچستان ایالات څخه طرحه شوی و، د دغه برید کوردنیات ورکوونکي د داعش ډلې فعال غړي، چې مستعار نومونه یې (طارق او عبدالله) دي، همدوی د دغې حملې اصلي پلان کوونکي و.

د المرصاد د راپور پر اساس، د یادونې وړ ده چې د داعش ډله په پاکستان کې د پوځ سیاسي مخالفین، غرب پلوه دیني علماء او ملتپاله بلوچیان تل په نښه کوي او په دوی بریدونه ترسره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version