ليکوال: عبدالله زاهد

دا چې پاکستان، عربستان او سيمه کې ځيني نور هېوادونه د داعش او شمالي ټلوالې روزنه کوي؛ د افغان حکومت مخالف يې روزي او دلته افغانستان کې پرې امنيت خرابوي؛ دا به راتلونکي کې د سيمې ټولو هېوادونو ته يو د ناسور زخم سي؛ چې بيا به يې رغول ډېر مشکله وي.

د کندهار د کابل بانک خونړۍ پېښه او د روسيې حمله چې داعش يې پړه پر غاړه اخيستې؛ د سيمې هېوادونو لپاره يو د خطر زنګ دی چې بايد ژر تر ژره يې مخنيوی وسي.

داعش د امريکا او غرب پروژه ده چې پاکستان او عربستان يې آسيا کې عملي کوي؛ تر څو سيمه کې د امريکا، پاکستان او عربستان ګټې خوندي کړي.

خو دوی هېروي چې دغه داعش خوارج چې دوی نن پرې خپلې ګټې خوندي کوي سبا به د همدوی ګرېوان ته لاس اچوي. امريکا سيمه کې نسته او نه هم داعش تاوان ورته رسولای سي؛ بلکې سيمه کې به د دغې پلیتې پروژې تطبيقول ډېر بد عواقب ولري او ټولو ملکونو ته به دغه خوارج ځان رسوي؛ چې بيا به نه پاکستان او نه هم عربستان او نور اسلامي ملکونه ترې په امن کې وي.

نو مخکې تر دې چې دغه خوارج پرمختګ وکړي بايد پاکستان او عربستان يې له روزلو لاس واخلي؛ د افغانستان د موجوده حکومت سره ښې اړيکې جوړې او د دغې پروژې د پسخه کولو په پار مرسته وکړي.

بل طرف فرانسه او غرب د شمالي ټلوالې پروژه دلته افغانستان کې د ايران، تاجکستان او نورو په ذريعه پلې کوي تر څو دلته د ځينو همسايه او غربي هېوادونو ګټې پرې خوندي کړي خو دوی هېروي چې سيمه کې بې امنيتي به ټوله سيمه په جګړه اړوي او دا چې پاکستان داعش او شمالي ټلواله سره يو کړې، اوس دواړه د يو او بل مالي، تسليحاتي او هر ډول مرستې کوي؛ ايران او نورو هېوادونو ته د داعش رسول هم د شمالي ټلوالې په جامه کې، د شمالي ټلوالې په مرسته ترسره کېږي.

دا چې روسيې ته داعش څنګه ځان رسولی دا بايد نړۍ دقيق وڅېړي؛ زه باوري يم چې د شمالي ټلوالې يا د پخواني جمهوريت کسانو به ورسره ضرور مرسته کړې او تر روسيې پوري له پاکستان څخه رسولي وي چې موږ يې بار، بار مخکې هم ياداوري کړې وه؛ بايد دغه دواړې پروژې چې اوس يې يوه جامه اغوستې ژر تر ژره ختم او نړۍ د افغانستان د اسلامي امارت سره مرسته وکړي؛ تر څو سيمه کې دغه پروژه ختمه کړي.

دا چې سعودي، پاکستان، ايران، غرب، فرانسه…. د دغې پروژې د عملي کولو چارې په غاړه لري؛ بايد بين الملل، د سيمې هېوادونه پر دوی فشار وارد او د دغې پروژې د پلې کولو څخه يې را وګرځوي.

دغه پروژه نه يواځې د افغانستان بلکې د سيمې او نړۍ لپاره يوه خطره ده؛ په هر صورت يې مخنيوی لازمي دی که نه سيمه او خصوصاً منځنۍ آسيا هېوادونه به د ډېرو بدو عواقبو سره مخ کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version