امرالله صالح، د پرځېدلي جمهوري نظام یو بدنام شخصیت دی چې کلونه یې له پاکستان سره د دښمنۍ نقاب په مخ کړی و او په شورماشور لرونکو نندارو یې هڅه کوله چې ځان د پاکستان له استخباراتو سره د مبارزې اتل وښيي، خو نن چې د افغانستان حکومت او خلک په مستقیم ډول د پاکستان سره په تقابل او مخامخ جګړو کې ښکېل دي او ملي ګټې په خطر کې دي، نوموړي په خپلو وروستیو خپرونو کې داسې خبرې کړي چې لکه مخالف نه، بلکې د پاکستان مدافع وي.
صالح چې یو وخت یې ځان د ځینو ځوانانو په وړاندې د پاکستان ضد شخصیت په توګه معرفي کړی و، نن د پاکستان لپاره په یوې تبلیغاتي وسیلې بدل شوی دی. د ډېرو شنونکو په وینا، صالح د پاکستان او افغانستان ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، هغه کرښې تبلیغوي چې د پاکستان تبلیغاتي دستګاه ترې ګټه اخلي؛ دا بدلون د هغو اړیکو او تړاوونو نښه ده چې کلونه پټ ساتل شوي وو او نن په تدریجي ډول ښکاره کېږي.
په وروستیو ورځو کې چې په اسلام آباد او واڼه کې بریدونه وشول او د سیمې ډېری کارپوهانو دا د افغانستان پر رژیم د فشار راوړلو لپاره د پاکستان «جعلي عملیات» وبلل، امرالله صالح د پاکستان لپاره په خوش خدمتۍ سره، له کوم سند وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت په پاکستان کې «ژور نفوذ» لري او له اسلامآباد وروسته به لاهور بل هدف وي؛ دا خبره نه امنیتي تحلیل او نه هم میداني واقعیت تائیدوي، بلکې یوازې افغانستان ته تبلیغاتي فشار متوجه کوي.
له بلې خوا، کله چې افغانستان د لومړي ځل لپاره له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړلو بې سارې پریکړه وکړه(یوه داسې پریکړه چې اصلي زیان یې پاکستان ته رسېږي) صالح ډګر ته راغی او په ټولنیزو رسنیو کې یې په غلطو خبرو سره، دا اقدام «د امارت د سقوط پیل» وباله؛ یو داسې دریځ چې حتی پاکستاني رسنۍ هم دا جرئت نه لري چې په دومره صراحت یې بیان کړي.
نن هر منصف شنونکی پوهېږي چې په اوسني وضعیت کې د لارو بندول، پاکستان ته شدید اقتصادي ګوزار ورکوي، ځکه پاکستان افغانستان ته د وارداتي توکو له لارې هر کال په میلیاردونو ډالر ګټه ترلاسه کوله. د افغانستان له خوا د سوداګریزو دروازو په بندېدو سره، دا ټول عایدات له منځه ځي او د پاکستان اقتصاد ته جدي زیانونه رسېږي. خو صالح داسې خبرې کوي لکه د اسلامآباد د اقتصادي ګټو استازی چې وي او هڅه کوي ترڅو د دې پریکړې له امله پاکستان کې رامنځته شوي مالي زیانونه رد کړي.
د صالح په چلند کې د خندا وړ ټکی دا دی چې کله نا کله پر پاکستان څو سپک او بې اثره لفظي بریدونه کوي، ترڅو د «پخواني مخالف» حیثیت وساتي؛ خو په برخلیک ټاکونکو او جدي مسایلو کې، د هغه نظرونه دقیقاً د پاکستان له ګټو سره سمون لري.
د صالح دوهمخې لوبې ښیي چې د جمهوریت پر مهال له پاکستان سره د هغه دښمني یوه رسنیزه ننداره وه، نه یو سیاسي باور. اوس چې پخواني نظام سقوط کړی او له حقایقو پردې پورته شوي، د هماغه دورې د نقاب لرونکو اصلي څېرې ښې څرګندېږي.
د لاهور په اړه د امرالله صالح ادعاوې او د سوداګریزو لارو د بندولو له امله د امارت د سقوط په اړه د هغه اخطارونه، د هغه چا انځور جوړوي چې کلونه یې د دښمن په جامه کې، د پاکستان د سیاستونو لپاره ښه چوپړ وهلی دی.
دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان په رسمي ډول په پاکستان کې وروستي بریدونه غندلي او په دې پېښو کې د اسلامي امارت د لاس لرلو هیڅ نښه نشته؛ خو صالح له پاکستان سره د همغږو روایتونو په خپرولو سره هڅه کوي چې له افغانستان څخه یو غلط انځور وړاندې کړي او د هېواد پر وړاندې سیاسي او امنیتي فشار زیات کړي.
نو د دې ټولو مواردو په پام کې نیولو سره، حقیقت روښانه کېږي چې امرالله صالح نه هغه د پاکستان ضد اتل دی چې کلونه یې ځان ښوده او نه یو خپلواک شنونکی دی، بلکې د نظر خاوندانو د نظر مطابق، هغه د پاکستان په «خواږه ملګري» بدل شوی دی؛ یو داسې ملګری چې ظاهراً د دښمن په جامه کې دی، خو په عمل کې د پاکستان له ګټو سره ملتیا کوي. د افغانستان تاریخ له داسې څېرو سره نا آشنا نه دی او نننی نسل باید پوه شي چې هغه کسان چې د پردیو په ضد تر ټولو لوړ شعارونه ورکوي، کله کله په پټو پردو کې د هماغه پردیو تر ټولو نږدې ملګري وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


