امر الله صالح له احمد شاه مسعود سره په تنظیمي جګړه کې له فرانسې او روسیې سره له نږدې کار کاوه. د سپټمبر یوولسمې له پیښې وروسته افغانستان د ناټو تر بریدونو لاندې واقع شو او د رسنیو په وړاندې، د جرمني له بُن ښار څخه د شمالي ټلوالې واک په سمبولیک ډول له برهان الدین رباني څخه حامد کرزي ته ولېږدول شو، اداري تشکیلات جوړ شول، فهیم دفاع وزیر او امرالله صالح د ملي امنیت رئیس شو.

امریکا په امر الله صالح بې باوره وه او نه یې غوښتل چې صالح دې د دولت پر مهم پوسټ نصب شي، ځکه نوموړي د تنظیمي جګړې پر مهال د روسیې او احمدشاه مسعود په پټو تعهداتو کې دخیله څهره وه. امر الله صالح په دوه دلایلو د ملي امنیت ریاست له منصب ګوښه شو، یو دلیل یې له روسیې سره اړیکې وې او له امله یې امریکا باور نه پرې کاوه، بل لامل یې دا و چې امرالله صالح د قومي حذف فکر درلود، خو قومي حذف په لومړیو کې امریکایانو ته د سیمو د کنټرول چاره سختوله.

نوموړي د قومي حذف د پالنې په سلسله کې د جنوب لویدیځ، جنوب ختیځ او مشرقي زونونو له ملکي وګړو څخه، د افغانستان زندانونه ډک کړل؛ دا یوازې له ځانګړو سمتونو سره دده دښمنانه پلان نه و، بلکې له هزاره قوم سره یې هم خپله تنظیمي دښمني وپاللـه، د کابل په لوېدیځ او کارته سخي سیمو کې یې د اهل تشیع تکیه خانې په بمونو والوزولې.

په همدې لړ کې، د امر الله صالح په پلان، د ۲۰۲۰م کال، د نومبر پر دوهمه د کابل پوهنتون محصلین په بې رحمانه ډول په شهادت ورسېدل، امر الله صالح هڅه وکړه چې دا پړه پر طالبانو ور واړوي، خو د نوموړي دا لوبه ډېره بربنډه وه او هیڅ د توجیې وړ نه وه. د خپلو وسلوالو مخالفینو د بدنامولو او دسیسو جوړولو په موخه یې د وزیر اکبر خان مسجد جامع کې چاودنه وکړه، په همدې تسلسل کې یې ګڼ شمېر علماء او خطیبان په زنځیري ډول له منځه یووړل.

د ملي امنیت په ریاست کې یې امریکایانو ته د اعتبار له ختمېدو سره هلته ماموریت پای ته ورسېد، بیا د اشرف غني په ټاکنیز ټیم کې ننوت، له بین الأفغاني مذاکراتو سره یې تر اخري حده مخالفت وکړ، د دوحې تړون د نورو برخو د تطبیق په وړاندې یې هم د خنډونو ایجادولو هڅه کول، لکه د پنځه زره زندانیانو له خلاصون سره مخالفت. خو د طالبانو تعاملات له امریکایانو سره مستقیم ترسره کېدل، له همدې امله د جمهوریت د بې واکي ادارې مشر ډاکټر غني او امر الله صالح منزوي شول او سیاسي حیثیت یې له منځه لاړ.

امریکا د خپل تاریخ تر ټولو خونړی څپرکی پرانېستی دی، په منځني ختیځ کې یې اسرائیل مسلط کړي او چین ته یې ټایوان پر غاړه ور اچولی، روسیه یې له یوکراین سره بوخت ساتلې، اوس غواړي کله نا کله پر طالبانو د فشار الې په توګه د شر او فساد ډله د سیاسي شترنج پر تخته ولوبوي.

د امریکا د کانګریس غړي، د نوې لوبې په موخه امر الله صالح ته یو ځل بیا پروټوکول ورکړ او هغه یې د ولسمشر په مخاطب کولو امریکا ته د افغانستان په اړه خبرو – اترو لپاره دعوت کړی دی. په داسې حال کې، چې امر الله صالح تازه له احمد مسعود څخه جلا شوی او د یوې بلې جبهې پر جوړولو یې له یو شمېر پخوانيو چارواکو سره لومړني توافقات ترسره کړې دي. ښکاري چې امریکا له احمد مسعود سره ښه روابط نه لري، له همدې کبله یې د امر الله صالح لوبولو ته مخه کړې او غواړي د هغه خیالي جبهه په تبلیغاتو مطرح کړي. دا یوازې کاذب اُمیدونه دي، کنه ښکاره ناستې امریکايي چارواکو د نورو ډلو – ټپلو له مشرانو سره هم ترسره کړې دي، خو تر دې وخته یې د هغوی هیڅ اغېزمن ملاتړ نه دی کړی.

یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version