نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې پر پولیس افسرانو وسلهوال برید شوی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو بل مرګونی ټپي شوی.
ویل شوي برید د ملبورن ښار ختیځ ته ۳۰۰ کیلومتره لرې پرته «پورپونکاح» سیمه کې ترسره شوی دی.
د ویکتوریا پولیسو ویلي، چې بریدګر له سیمې تښتېدلي او تر اوسه یې د پټنځای څرک نهدی موندل شوی.
د برید انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه هم څه نهدي ویل شوي.