په ۲۰۱۵م کال کې د تېر پرځېدلي جمهوريت د هاغه وخت د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي په يوه غونډه کې یوې مهمې موضوع ته اشاره کړې وه او ويلي یې و چې په شمال کې د نا امنیو تر شا زموږ «دوستان» دي؛ خو نه یې نور خپله وضاحت ورکړ او نه د هاغه وخت ولسمشر او ولسې جرګې سپيناوی ترې وغوښت چې د یادې قضیې تر شا څوک او ولې یې نا امني رامنځته کړې ده؟ د علومي دا خبره چې په شمال کې نا امني دوستانو رامنځ ته کړې د پلټنې او غور خبره وه؛ نوموړي جنرال هاغه وخت ويلي وو چې په شمال کې د ټلوالې مسلحې ملېشې د نا امنیو زېږنده دي.
په شمال کې مېشت پښتانه د تېر جمهوري نظام د حکومت له پیل تر پرځېدا له هر ډول بنسټیزو حقونو څخه لرې او بې برخې پاتې شوي وو؛ په کندوز او نورو شمالي ولایتونو کې د عطاء نور او امرالله صالح سربېره د نورو ځايي قومندانانو د ملېشو له ظلمونو ځایي خلک په ځانګړې ډول پښتانه تر پوزې راغلي وو او په کندوز کې د قومندان میر علم چې د امرالله صالح له لورې یې هر اړخیز ملاتړ کېده د ظلمونو داستانونه یې خورا مشهور او بې بېلګي دي چې په یوه شپه کې یې ۲۶ تنه بې ګناه هېوادوال شهيدان او کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې.
په دې وروستیو کې د امرالله صالح هغه څرګندونې چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه یې د افغانستان د دوو تاریخي خیانتونو مسؤول بللي؛ نوموړي په یوه کنفرانس کې ادعا کړې چې امریکا دوه ځله له افغان ملت سره ستر خیانت کړی چې یو ځل د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل او بل ځل د ۲۰۲۱ په اګست کې؛ معنا دا چې دوی د افغانستان اشغال د بهرنيو اشغالګرو مسلم حق ګاڼه او دا ادعا یې د غلامۍ هغه حد دی چې د مسلمانانو خاوره (افغانستان) یې د کفري اشر باڼو د آسونو تر قدمونو لاندې پلور ته وړاندې کړی و او د همدغو داخلي خاینانو د خیانت محصول دی چې ناټو پر افغانستان ډاډه یرغل وکړ او دوی د ځمکنيو قواوو او کوردیناتو په ورکولو سره د صليبي جګړې ترڅنګ د اسلام پر خلاف ودرېدل.
امرالله صالح له CIA سره د نږدې اړیکو له امله ځانګړی شهرت لري، د هغوی تر روزنې لاندې ستر شوی او د اشغال پر مهال د همدې امريکايانو له لوري په تېر جمهوري نظام کې په لوړو بستونو (داخلې وزير، استخباراتو عمومي رئیس، خارجي کشف رئیس…) کېنول شوی و؛ یادې منفورې څهرې تر لوړو بستونو رسېدل کوم بل کمال نه درلود، يوازينی کمال یې دا و چې د روسیې د اشغال پر مهال يې د احمد شاه مسعود ترڅنګ د CIA لپاره د جاسوسۍ فعاليتونه ترسره کول او د همدې CIA په پیسو او د هغوی د لابیګري په وجه تر همدې ځايه ورسېد، نن څنګه د امریکا پر ضد خبرې کوي؛ ياده چاره نه دا چې د خندا وړ ده، بلکې د ولسونو د تېر اېستلو او د خپل ځان د سپین ثابتولو یوه ناکامه هڅه ده. ځکه امرالله صالح د هغو حلقو برخه و چې د امریکايي ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د افغانستان په سیاسي، استخباراتي او امنیتي جوړښتونو کې مهم رول لاره.
له غني تر صالح او نور هغه چارواکي چې د تېر جمهوري نظام برخه پاتې شوي و؛ له فساد، بې عدالتیو، قومپالنې او نورو بلها ناکامیو تر ټولو لوی مسؤولين ګڼل کېږي، خو اوس چې جمهوريت سقوط کړی، پر بهرنیانو نیوکې کول یې معمول ګرځېدلی او د خپلو ناکامیو پټولو لپاره د تېښتې یوه اسانه لاره ګڼي.
امرالله صالح اوس په دې هڅه کې دی چې د تاریخ حافظه تحریف او داسې انګېرنه رامنځته کړي چې د کابل د ادارې په سقوط کې یوازې امریکا مسؤله وبلي. حال دا چې د نوموړي په مشرۍ استخباراتي ادارو په خپله د عامو خلکو پر وړاندې د بېعدالتیو، هدفي وژنو، توقیفونو او شکنجو اوږد تاریخ لري.
بېلابېلو نړيوالو څېړنيزو بنسټونو تائید کړې ده چې په شمال او ختیځ کې د داعش مرکزونه د امرالله صالح تر سيوري لاندې پراخ شول؛ د شواهدو او سیمهییزو راپورونو له مخې، د تېر جمهوري نظام په وخت کې اوسني سرپرست حکومت د داعش پر وړاندې په ځینو شمالي (سرپل، جوزجان او بدخشان) ولايتونو کې عملیات پیل کړي وو، خو د هغه وخت ملي امنيت او دفاع وزارت د هلیکوپټرو په مرسته د داعش غړي وژغورل او خوندي ځایونو ته یې انتقال کړل. دا ډول پېښو د خلکو تر منځ پراخ بحثونه راپارولي وو.
په بدخشان کې هم طالبانو څو ځله د داعش ضد عملیات پیل کړي وو، خو ځینې راپورونه وايي چې د ملي امنیت ادارې د دوی پر ضد جدي اقدام نه کاوه، بلکې د هغوی د بقاء لپاره د پردې شاته اقدامات شوي وو او ځینو سیمهییزو مشرانو، دیني عالمانو او حتا پخوانيو دولتي چارواکو او د ولسي جرګې وکيلانو (ظاهر قدير…) هم تائيد کړې وه چې د بدخشان او ختیځ ولايتونو په ځینو غرنیو ولسوالیو کې د داعش تمویل د همغو استخباراتي شبکو له خوا کېده چې د امرالله صالح سره یې اړیکې لرلې.
پورتني ټول دلايل د دې ښکارندويي کوي چې امرالله صالح او ورته نور اشخاص اوس له واقعیتونو تېښته کوي، او د امریکا یا اوسني سرپرست حکومت پر ضد بې اساسه تورونه لګوي، ترڅو خپله تېره ماضي د همدې دلايلو پر مټ پټه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.