د ترکیې انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې په ترکیه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو نوی پړاو پای‌ته رسېدلی، چې پکې دواړو خواوو د زرو تنو جنګي اسیرانو د تبادلې پر سر هوکړه کړې ده.

سرچينې د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمراوف له قوله راپور ورکړی، چې په دې خبرو کې د اوربند او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د احتمالي لیدنې موضوع هم یاده شوې ده.

د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر مدینسکي ویلي، چې مسکو د خبرو له پایلو خوښ دی او د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه به دوام ومومي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version