رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د فرانسې، جرمني او بريټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلیفوني خبرو کې هوکړه وکړه، چې د ایران د اټومي پروګرام د حل لپاره دې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې پای وروستی ضربالاجل وټاکل شي.
د سرچينې په خبره يادو هېوادونو ويلي، که د دې نېټې تر رسېدو پورې کومه هوکړه ونشي، نو درې واړه اروپايي هېوادونه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته لګولو میکانېزم فعال کړي، کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران له نړیوال اټومي تړون سره سم لغوه شوی و.
یاد تړون چې د ایران اټومي فعالیتونه محدودوي، له کلونو راهیسې د کړکېچ ښکار دی.
د معلوماتو له مخې امریکا او متحدین یې وايي، که ایران همکاري ونه کړي، نو نړيوال فشار به پرې زیات شي.