تسنيم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړی، چې د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د ویجاړو شویو ايراني پوهنتونونو غچ به يو په دوه واخلي.

سپاه پاسداران ويلي، امریکايي او صهیونیستي تېريګرو ځواکونو د تهران د علم او صنعت پوهنتون په بمبارولو سره، د څویم ځل لپاره د ایران پوهنتونونه په نښه کړل.

هغوی زیاتوي «د سپینې ماڼۍ بې‌تدبیره واکمنان دې پوه شي چې له دې وروسته، د اشغالګر رژیم ټول پوهنتونونه او په لوېدیځه اسیا کې د امریکا پوهنتونونه تر هغې چې د هر ویجاړ شوي ایراني پوهنتون په غچ کې دوه پوهنتونونه په نښه کول زموږ مشروع اهداف دي.»

ياده دې وي، چې امريکا او اسرائيل د تېرې ورځې بريدونو کې تهران کې د ايران د علم او صنعت پوهنتون په نښه کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version