نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت پلان لري، چې له الماپ څخه خپل شاوخوا پنځه زره سرتیري وباسي.
سرچينې د پنټاګون د ویاند شون پارنېل له قوله ویلي چې د ځواکونو د ایستلو دا بهیر به له شپږو تر ۱۲میاشتو پورې بشپړ شي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې په المان کې به د امریکا پوځي حضور کم کړي.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د المان د صدراعظم فریدریش مېرتس او ډونالډ ټرمپ ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
