د رویټرز خبري اژانس له خوا خپره شوې مسوده ښيي، چې واشنګټن په يوه ۲۸ مادهييز لرونکي پلان کې له اوکراین غواړي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ځینې سیمې روسیې ته وسپاري.
د دې پلان په نورو مادو کې اوکراين ته ويل شوي، چې د خپل پوځ اندازه بايد د پام وړ کمه کړي، او د ناټو غړیتوب ته به رسېدو څخه هم په بشپړ ډول لاس واخلي.
د واشنګټن له لوري په وړاندې شوي پلان کې ځينې وړانديزونه داسې هم دي، چې ښايي مسکو یې په کلکه مخالفت وکړي.
له هغې ډلې يو دا، چې امريکا له روسیې غوښتي، له ځینو هغو سیمو شاتګ وکړي چې مخکې یې نیولي دي.
د امریکا له لوري په جوړ شوي دې ۲۸ مادهييز د سولې پلان کې روسیې ته د لوهانسک، دونیتسک او کریمیا کنټرول ورکول هم شامل دي.
پر دې سربېره دا پلان د خارکوف او زاپوریژیا کرښه هم ثابتوي او د اوسنۍ کرښې او دونتسک د سرحد ترمنځ د يوې غير پوځي سیمه رامنځته کول هم پکې ياد شوي دي.
په ورته وخت کې بيا د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي د امريکا د سولې له وړانديز شوي پلان سره مخالفت کړی او خپل ولس ته یې په خبرو کې ویلي، چې ممکن کيېف د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي.
